Home » افغانستان » فاریاب کې د جوارګرۍ په تور یو شمېر کسان ونیول شول

فاریاب کې د جوارګرۍ په تور یو شمېر کسان ونیول شول

د فاریاب امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې ۱۰ تنه د جوارګرۍ په تور نیول شوي دي.

د دغه ولایت امنیتي مسوولینو رسنیو ته وویل، چې دغه کسان امنیتي ځواکونو د پشتونکوټ ولسوالۍ په قزل قول سیمه کې د جوارګرۍ پرمهال لاس په لاس نیولي دي.

د مسوولینو په وینا، له دغو کسانو څخه ۷۹۵ زره او ۷۹۰ افغانۍ، موبایلونه او د جوارګرۍ وسایل هم ترلاسه شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونه ته وسپارل شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...