Home » افغانستان » غور کې څه باندې ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

غور کې څه باندې ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

د ټولنې د پرمختګ موسسې (ACDO) د مرستې رسونې مسوولان وایي، دې ادارې د یونسیف په مرسته له ۱۵۴ سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د غور د شهرک ولسوالۍ په کمنج، غوک، کُنده سوخته و دهن گرم‌اب کلیو کې اړینې مرستې وېشلې دي.

د راپورونو له مخې، د مرستو په دې پړاو کې پر روغتیایي موادو سربېره هرې کورنۍ ته دوې دوې کمپلې او نور اړین توکي هم وېشل شوي دي.

له بلې خوا وروستي سېلاب‌ځپلي د مرستې رسونې په برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتونکي دي.

دا مرستې په داسې حال کې شوې چې وروستیو سېلابونو د غور اوسېدونکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي او بېړنیو مرستو ته د دې ولایت د اوسېدونکو اړتیا زیاته شوې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...