د غور ځایي مسوولین په یاد ولایت کې د اوبو رسونې یوې شبکې د جوړولو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت مسوولینو زیاته کړې چې دا شبکه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) په مالي ملاتړ جوړه او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.
د غور د مسوولینو د وینا له مخې دا شبکه د یو میلیون ۹۴۲ زره او ۶۹۶ په ارزښت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست لخوا جوړه شوې ده.
د یاد ریاست د رسنیو مسوول، ذبیح الله غوثي زاده ویلي، چې د غور په چهارسدې ولسوالۍ کې د دې پروژې په جوړېدو سره د «اسلام اباد» د کلي ۱۳۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
همدازار د چهارسدې ولسوالۍ اوسېدونکو د دې شبکې پر جوړېدو خوښي ښودلې او د ورته پروژو د تطبیق غوښتنه یې کړې ده.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د څښاک پاکو اوبو ورته شبکې جوړې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وروستیو کلونو د وچکالۍ له امله د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ستونزمن شوی دی.