Home » افغانستان » غور کې ترافیکي پېښې ۱۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

غور کې ترافیکي پېښې ۱۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د غور ولایت په لعل و سرجنگل ولسولۍ کې د مسافر وړونکو موټر د چپه کېدو له امله ۱۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دا پېښه پرون (دوشنبې، د زمري ۲۹مه) د لعل و سرجنگل ولسوالۍ په «سفید چشمه» سیمه کې شوې ده.

د غور د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، دا موټر د سنگ تخت ولسوالۍ او ډایکنډي بندر په لور روان و او سپرلۍ یې د ماشومانو او ښځینه وو په ګډون یوه کورنۍ وه.

د راپورنوله مخې، د ۷ ټپیانو حالت خراب او د درملنې په موخه د غور ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دې پېښې اصلي لامل د موټر تخنیکي ستونزه بلل شوې ده.
ترافیکي پېښې هر کال په هېواد کې سلګونه کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اړوي.

مسوولین د چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د قوانینو نه مراعتول د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه بولي او له چلوونکو غواړي چې احتیاط وکړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...