Home » افغانستان » غني: تر چې خلکو په قانوني توګه واک بل کس ته نه وي لېږدولی، ولسمشر يم

غني: تر چې خلکو په قانوني توګه واک بل کس ته نه وي لېږدولی، ولسمشر يم

د افغانستان مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني په خپله تازه ويډيويي مرکه کې ادعا کړې، چې په قانوني توګه اوس هم د افغانستان د ولسمشر په حقوقي موقف کې دی.

نوموړي د ABN په نوم له يوې رسنۍ سره په خپله مرکه کې ويلي، چې د اساسي قانون پر بنسټ ولسمشر و او په خبره يې تر هغې چې د افغانستان ولس په قانوني توګه واک کوم بل کس ته نه وي انتقال کړی، د افغانستان ولسمشر به وي.

اشرف غني په دې مرکې زياته کړې، چې د حقوقي عنوان له مخې نوموړی د ولسمشر په توګه د خلکو خادم و او وي به.

له دې سره اشرف د طالبانو اوسنۍ حکومتولۍ ته هم اشارې کړي او زياته کړې يې ده، که د دوی حکومتولي په اوسنۍ بڼه دوام پيدا کړي، نو ښه لور ته نه شي تلای.

د دې خبر تر خپرېدو د محمد اشرف غني بشپړ مرکه نه ده خپره شوې او ټاکل شوې چې د نوموړي دا مرکه نن ماښام د افغانستان پر وخت په ۶بجو او ۳۰ دقيقو خپره شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...