افغان حکومت غلام محمد اسحاقزی په ملګرو ملتونو کې د خپل دایمي استازي په توګه ټاکلی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلی اسحاقزی به نژدې وخت کې خپله نوې دنده پيل کړي.
د خبرپاڼې له مخې اسحاقزی له ۲۰۱۶ کال نه تراوسه په اذربایجان کې د ملګرو ملتونو د استازي په توګه دنده مخته وړې.
تر دې وړاندې د شااوخوا دوه نیمو کلونو لپاره عادله راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې وه.