Home » سیمه او نړی » غزه کې په یوه ورځ او شپه کې تر ۴۰ زیات فلسطینیان وژل شوي

غزه کې په یوه ورځ او شپه کې تر ۴۰ زیات فلسطینیان وژل شوي

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د تېرې ورځې او شپې په اوږدو کې پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې ۴۳ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۱ نور ټپيان دي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د اسراییلو په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۷ زره ۸۷۷ تنو ته رسېدلی دی.
د فلسطین روغتیا وزارت د ټپیانو او مړو د شمېر له زیاتیدو سره هم مهاله ویلي، د اسراییلي ځواکونو د بندیزونو له امله په غزه کې روغتونونه د سون توکو له کمښت سره مخ دي او له برېښنا پرته د ټپیانو درملنه ناشونې ده.

سرچینه زیاتوي، که په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د غزې روغتونونو ته د اړتیا وړ سون توکي ونه رسېږي، ناروغانو او ټپیانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر به ودرول شي.

بلخوا اسراییلي ځواکونو  د اشغال شوې لوېدیځې غاړې نه  شل تنه نور فلسطینیان نیولي دي.

د فلسطيني بنديانو ټولنې اعلان کړی چې د اکټوبر له اوومې نېټې راهيسې په لوېديځه غاړه کې د اسرایيلي ځواکونو له خوا ۹ زره ۴۵۰ فلسطينيان نيول شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...