د غزې د روغتیا وزارت ( شنبې، د مرغومي ۲۲مه) ویلي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې ۳۲ فلسطینیان وژل شوي دي.
د حماس غورځنګ پر ضد د اسراییلو غچ اخیستونکي بریدونه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه وروسته له هغې پیل شول چې حماس د اسرایيلو پر جنوب باندې برید وکړ.
د غزې د روغتیا وزارت د راپور له مخې، په غزه کې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د اسرایيلو په بریدونو کې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۴۶زره او ۵۳۷ ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې په یاده جګړه کې تر دې مهاله ۱۰۹ زره او ۵۷۱ کسان ټپیان شوي هم دي