Home » سیمه او نړی » غزه کې له اوربند سره د اسراییلو هوکړه

غزه کې له اوربند سره د اسراییلو هوکړه

د امریکا متحده ایالاتو لوړ پوړو چارواکو ویلي چې اسراییلو د اسیرانو له خلاصون او اوربند وړاندیزونو ته هوکړه ښودلې ده.
سي این این خبري شبکې د لوړ پوړو امریکايي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې د لوریو هوکړې سره به په غزه کې د شپږو اونیو لپاره اوربند وشي.
په همدې حال کې مصري چارواکو هیله ښودلې چې حماس به د قاهرې خبرو پرمهال چې نن پیلېږي په دې اړه ځواب ووايي.
اسراییلو تر دې وړاندې ویلي وو تر هغې چې ټول اسیران یې د حماس له لوري خوشې نشې پر رفاه ښار به چې یو اعشاریه پنځه میلیون فلسطینیان پکې کډوال دي بریدونه پیل کړي.

د یادونې ده چې د اسراییلو دا تصمیم د نړیوالو سازمانونو او ځینو هېوادونو اندېښنې راپارولې وې، د ملګرو ملتونو د مېرمنو پلاوي په تازه خپاره کړي راپور کې راغلي دي چې د غزې روانې جګړې پرمهال نژدې نهه زره مېرمنې وژل شوې او زرګونه نورې ټپیانې شوې دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...