اوس مهال په غزه کې شدیده جګړه روانه ده، د غزې یوه روغتیایي کارکوونکي ویلي چې د ګوزڼ ضد (پولیو) واکسینو کمپاین په غزه کې (شنبې، د وږي ۱۰مه) پیل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د غزې د روغتیا وزارت یو چارواکي، موسی عابد شنبې فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي، چې سیمه ییزو چارواکو له ملګرو ملتونو او غیر دولتي سازمانونو سره له نن ورځې څخه د پولیو واکسینو کمپاین پيل کړی دی.
په غزه کې د واکسینو د تطبیق کمپاین داسې مهال پیل شوی، چې له تېرو ۲۵ کلونو وروسته په غزه کې د روانې میاشتې په لومړیو کې د پولیو لومړۍ پېښه ثبت شوه ده.
د روغتیا نړیوال سازمان پنجشنبې اعلان وکړ، چې د اسراییلو «د بشر دوستانه دمې» سره د غزې په یو شمېر سیمو کې موافقه کړې، ترڅو د واکسینو د تطبیق لړۍ ترسره شي.
د غزې روغتیایي چارواکو په داسې حال کې په غزه کې د واکسینو له پيل خبر ورکړی او د دوی د وینا له مخې چې د اسراییلو لخوا په هوایي بریدونو کې شنبې د یوې کورنۍ د ۹ غړو په ګډون لږ تر لږه ۴۹کسان د غزې تړانګې په مرکزي او جنوبي سیمو کې وژل شوي دي.