Home » سیمه او نړی » غزه کې د اوربند نوې خبرې د حماس له حضور پرته پیلېږي

غزه کې د اوربند نوې خبرې د حماس له حضور پرته پیلېږي

په منځني ختیځ کې د کړکیچ د زیاتیدو او په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر مشر «اسماعیل هنیه» له وژل کیدو وروسته ټاکل شوې چې «په غزه کې د اوربند نوې خبرې» نن پنجشنبې د زمري په ۲۵مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شي.

د امریکا متحده ایالاتو، قطر او مصر په منځګړیتوب دا خبرې د حماس د استازو له حضور پرته پیلېږي.
حماس اعلان کړی چې په خبرو اترو کې به یوازې هغه مهال برخه واخلي چې “ځانګړی او د منلو وړ پلان” وړاندې کړي.

د حماس په وینا، دوی د برید په صورت کې خبرو اترو ته زړه نه ښه کوي او ترجیح ورکوي چې د خبرو اترو بهیر له لرې څخه وڅاري.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، دا خبرې اترې په دوحه کې د امريکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي ای اې) د مشر ويليم برنز، د قطر د لومړي وزیر، محمد بن عبدالرحمن ال ثاني، د مصر د استخباراتي ادارې مشر، عباس کامل په ګډون او د موساد د مشر، ډیویډ بارنیا په شتون کې پیل شي.

د ویلو ده چې د موافقې د جزیاتو او مرحلو په اړه د اسراییلو او حماس ترمنځ بنسټیز اختلافات لا هم د خبرو اترو د پرمختګ مخه نیسي.

بلخوا د اسراییلو لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو د جګړې د وروستي هدف په توګه د حماس په له منځه‌وړلو ټینګار کړی، چې د سیاسي کتونکو په باور دغه کار د یوې هوکړې امکان ستونزمن کړی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...