حماس اعلان کړی چې د غزې په دیر البلاح ښار کې د اسراییلو په هوايي برید کې لږ تر لږه څلور نړیوال مرستندویه کارکوونکي او د هغوی یو فلسطینی موټر چلوونکی وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغو څلورو کسانو د «نړیوال مرکزي پخلنځي» نادولتي موسسې سره کار کاوه او د غزې په شمالي سیمو کې خلکو ته خوراکي توکي رسولو وروسته د اسراییلو په هوايي برید کې په نښه شول.
د دغو پنځو وژل شویو له جسدونو ښکاري چې ځینو یې د خیریه لوګو سره محافظتي جامې اغوستې وې.
د رویټرز په وینا، په وژل شویو کې درې بریتانوي، اسټرالیا او پولنډي دي او د څلورم ژغورونکي تابعیت لا نه دی مشخص شوی.
دا مرستې لېږدونکې کښتۍ له قبرس څخه غزې ته رسېدلې وه او پر دغو مرستندویانو د مرستو له لېږدولو وروسته د اسراییلو له لوري برید شوی دی.