د غزې تړانګې په خان یونس سیمه باندې د اسراییلي پوځ په یوه بل برید کې لږ تر لږه ۷۰ فلسطینیان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.
رویټرز د سه شنبې په ورځ د جولای په ۲۳مه خبر ورکړ چې اسراییلو د غزې د تړانګې د خان یونس سیمې ته خپل ټانکونه بېرته استولي او له هوا څخه یې هم پر سیمه برید کړی دی.
د اسراییلو پوځ ادعا کړې چې تر برید مخکې یې د دې سیمې د تخلیې امر کړی و، خو د غزې چارواکو ویلي چې د خان یونس سیمې شاوخوا ۴۰۰ زره کسان اوسیږي او دوی ته یې د وتلو چانس نه دی ورکړی.
د غزې د روغتیا وزارت په یوه بیانیه کې ویلي:« تر دې مهاله ناصر روغتون ته ۷۰وژل شوي او څه باندې ۲۰۰ټپیان را رسېدلي دي چې یو شمېر یې سخت ټپیان شوي دي.»
په وروستیو میاشتو کې د اسراییلو پوځ د غزې په بېلابېلو سیمو کې پراخ پوځي عملیات کړي او اعلان یې کړی چې دغه سیمې یې د حماس له ځواکونو پاکې کړې دي.
د يادونې وړ ده، چې د قطر او مصر په مشرۍ او د امريکا په ملاتړ د اوربند هڅې تر اوسه د هغو جنګياليو تر منځ د اختلافاتو له امله نه دي بريالي شوې، چې يو بل يې د دې کړکېچ مسوول بولي.