Home » افغانستان » غزني کې پرون په یوه کور چاودنې ۱۵تنه وژلي او۲۰ نور یې ټپیان کړي
رویداد خبري آژانس

غزني کې پرون په یوه کور چاودنې ۱۵تنه وژلي او۲۰ نور یې ټپیان کړي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ویلي، چې د غزني ولايت د ګيلان په ولسوالۍ کې په يوه کور کې چاودنې ۱۵ تنه ملکیان وژلي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

چاودنه تېره ورځ د جمعې په ورځ، ډسمبر ۱۸ (لیندۍ۲۸) شوې.

د یاد وزارت وياند طارق آرین ويلي چې چاودنه دوه بجې د ګیلان ولسوالۍ په اغا جان سيمه کې په يوه کور کې په زرنج موټرسايکل کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو موادو له کبله شوې ده٠

د چاودنې پر مهال په دغه کور کې د قران کريم ختم روان و٠

د غزني والي وياند وحيدالله جمعه زاده ویلي چې د لومړنيو معلوماتو په اساس په چاودنې کې ١١ ماشومان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان شوي دي٠

بلخوا د غزني د روغتيا رٸيس ډاکتر ظاهرشاه نېکمل وايي چې دوى ته د چاودنې له ځايه ١٢ مړي او ١١ ټپيان روغتون ته وروړل شوي دي٠

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...