Home » افغانستان » غزني کې د ترافیکي پېښو له امله مرګژوبله رامنځته شوې

غزني کې د ترافیکي پېښو له امله مرګژوبله رامنځته شوې

د غزني چارواکي په دغه ولایت کې د څلورو ټرافیکي پېښو د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.

د امنیه قومندانۍ مسوولینو رسنیو ته ویلي چې نن سهار د غزني ښار اړوند ناني بازار ته څېرمه په یو وخت د څلورو ټرافیکي پېښو له امله یو کس مړ او یوولس نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې ټپیان پر وخت بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي دي او تر درملنې لاندې دي.

د راپورونو پر بنیاد دا په تېرو ٢٤ ساعتونو کې اوومه ټرافیکي پیښه ده چې د غزني اړوند د کابل-کندهار پر لویه لاره او د دغه ولایت په نورو سیمو کې رامنځته کېږي.

عام باور دا دی چې په هېواد کې ټرافیکي پېښې د سړک خرابوالي او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...