Home » سیمه او نړی » عمر بن لادن د «ترهګرو د ستاینې» له امله له فرانسې څخه وایستل شو

عمر بن لادن د «ترهګرو د ستاینې» له امله له فرانسې څخه وایستل شو

د اسامه بن لادن زوی عمر بن لادن په ټولنیزو رسنیو کې د «ترهګرو د ستاینې» له امله له فرانسې څخه ایستل شوی دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برونو روټایو، په اېکس پاڼه ټینګار کړی چې دا اقدامات د هغه پوسټونه له امله دي چې په عمر بن لادن په ۲۰۲۳ کال کې په ټولنیرو رسنیو کې خپاره کړي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د اسامه بن لادن د زوی په دغه پوسټونو کې «په مستقیم او غیر مستقیم ډول د ترهګرو له کړنو ملاتړ کړی دی.»

عمر بن لادن د۲۰۱۶ کال راهیسي له خپلې مېرمنې چې د بریټانیا تابعیت لري د فرانسې په نرماندي سیمه کې ژوند کاوه.

بلخوا فرانسې د نوموړي د ایستلو د دقیقې نېټې یا هم په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي چې عمر بن لا دین د کومې موخې لپاره ته هلته لېږل شوی و.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...