د پاکستان لومړي وزير عمران خان يو وار بيا په افغانستان کې پر ناسم بشری وضعيت اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې نړيوال د وضعيت سمولو په موخه له طالبانو سره له همکارۍ پرته بله لار نه لري.
نوموړي له CNN ټلوېزيون سره په تازه مرکه کې ويلي، که د امريکا له لوري په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت په رسميت ونه پېژندل شي او له دې سره هممهاله پر افغانستان د بنديزونو وضعه کول هم دوام وکړي، نو په افغانستان کې بيا بېثباتي رامنځته کېدای شي.
عمران خان زياته کړې، که د افغانستان بانکي سيسټم د نغدو پيسو نه لرلو له کبله له کار پرېوځي، نو دا به په افغانستان کې د بېثباتۍ لامل شي او په خبره يې د بېثباتۍ دې احتمالي ځپې اغېزې به پر پاکستان هم پرېوځي او په دې توګه به دغه هېواد هم د بېثباتۍ له امله وځپل شي.
نوموړي په همدې حال کې هيله څرګنده کړې چې په افغانستان کې ثبات به په پاکستان کې هم د سولې لامل شي.