د پاکستان مخکيني لومړي وزير بېګاه شپه د (غويي په ۲۴مه) ادعا کړې، چې په پاکستان کې دننه او بهر ځينو کسانو د نوموړي د ترور پلانونه جوړ کړي دي.
عمران خان دا ادعا د پنجاب ايالت په سيالکوټ کې د خپلو پلويانو يوې غونډې ته په وينا کې کړې ده. نوموړي ويلي، چې د ترور يا د وژلو هڅې يې له تېر اوړي را په دېخوا پيل شوي او په خبره يې، هغه کسان ټول ورته مالوم دي چې په دې اړه جوړ شوي پلان کې شريک دي.
عمران خان زياته کړې، چې په دې اړه يې يو وېډيو کليپ هم ثبت کړی او په کې يې د هغو ټولو کسانو نومونه ياد کړي، کوم چې د نوموړي د وژلو هڅه کوي.
نوموړي ويلي، که د يادو هڅو په ترڅ کې څه پرې وشي، نو دغه وېډيو به چې دامهال په خوندي ځای کې ساتل کېږي، د خلکو په واک کې ورکړي او ټولې دسيسې به په کې برملا کړي.
عمران خان په همدې حال کې د پاکستان پر نوي حکومت هم غږ کړی، چې ژر تر ژره د ټاکنو نېټه په ډاګه او يادو ټاکنو ته دې زمينه برابره کړي.
په وروستيو کې نوموړی په مکرره توګه ادعا کوي چې د ده په مشرۍ حکومت د امريکا په اشاره وپرځېد. نوموړی په خپلو نيوکو کې د پاکستان پوځ ته هم تورنوي، چې ګواکې پوځ هم په يو ډول د نوموړي حکومت پر وړاندې په جوړه شوې دسيسه کې شامل و.