Home » سیمه او نړی » “عمران خان په پارلمان کې اکثريت بايللی، په عزت دې استعفا ورکړي”

“عمران خان په پارلمان کې اکثريت بايللی، په عزت دې استعفا ورکړي”

وروسته له هغې چې د پاکستان اوسني حکومت په اېتلاف کې شامل قومي غورځنګ يا (MQM) ګوند له مخالفو سياسي ګوندونو سره ځای شو، نو ورسره په دې هېواد کې د حکومت ضد د سياسي اېتلاف تله درنه شوې.

د دې اېتلاف مشر شهباز شريف پرون لومړي وزير عمران خان ته په خطاب کې ويلي، چې نوموړي په پارلمان کې اکثريت له لاسه ورکړی او د خپل عزت د ساتنې په موخه دې استعفا ورکړي.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري بيا ويلي، چې عمران خان په هېڅ صورت سياسي مخالفانو ته نه تسليمېږي او په خبره يې تر وروستي باله به لوبه وکړي.

نوموړي زياته کړې چې د عمران خان او د پوځ د لوی درستز جاوېد قمر باجوه ترمنځ غونډه شوې او په دې غونډه کې هېڅ ډول د استعفا غوښتنه نه ده شوې.

له دې سره بېګاه شپه د خلکو ګوند (پيپلز پارټۍ) مشر بلاول بوټو ويلي، د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت خپلې وروستۍ ورځې شمېرې او په خبره يې ژر به شهباز شريف لنډمهالی لومړی وزير شي.

بل پلو د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم پرون په اسلام‌اباد کې د خپلو پلويانو لويې غونډې ته وينا کړې ويلي يې دي، چې په پاکستان کې د سياسي مخالفو ګوندونو له لوري روان کمکشونه د پرديو دسيسه ده.

نوموړي زياته کړې چې د يادې دسيسې په اړه کره اسناد او شواهد لري چې غواړي له خبريالانو سره يې هم شريک کړي؛ خو خبريالانو له غونډې وروسته ويلي چې لومړي وزير ورسره اسناد نه شريک کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...