Home » سیمه او نړی » عمران خان په لس کاله بند محکوم شو

عمران خان په لس کاله بند محکوم شو

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد سترې محکمې د پاکستان پخوانی صدراعظم، عمران خان په لس کاله بند محکوم کړی دی.

ډان پاکستانۍ ورځپاڼې نن (سه‌شنبه، سلواغې ۱۰مه) خبر ورکړی چې د پاکستان سترې محکمې پخوانی لومړی وزیر، عمران خان او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، شاه محمود قریشي د محرمو حکومتي اسنادو د افشا کولو له امله په لس کاله بند محکوم کړي دي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند ویاند دا پرېکړه تایید کړې ده.

بلخوا د تحریک انصاف ګوند یو جګپوړي چارواکي، سناتور علي ظفر د محکمې نننۍ پرېکړه یو اړخیزه بللې او ویلي یې دي چې ژر تر ژره به دغه پریکړه په ستره محکمه کې له ستونزې سره مخ شي.

عمران خان له ۱۳۹۷ تر ۱۴۰۱پورې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کوله. خان له سږني اوړي راهیسې د مالي، سیاسي او امنیتي فساد په ګڼو دوسیو کې د لاس لرلو له امله په زندان کې شپې ورځې تېروي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د اوربند د نوي وړاندیز له مخې حماس د ۳۴ برمته شويو کسانو خوشې کولو ته تیار دی

د حماس یو چارواکي (یکشنبې، ...