د پاکستان مخکينی لومړی وزیر عمران خان وايي، چې په خيبر پښتونخوا کې يې د ګوند اړوند ايالتي وزيران او د ايالتي اسمبلۍ غړي د تحريک طالبان پاکستان يا TTP له لوري ګواښل کېږي او له سخت امنيتي وضعيت سره مخ دي.
نوموړي پرون چهارشنبه ناوخته د (زمري په ۱۹مه) خبريالانو ته ويلي، په خپلو سترګو ګوري چې تحريک طالبان پاکستان ډله په قبايلي سيمو او پښتونخوا کې په خلاص زړه فعاليت کوي؛ خو په خبره يې حکومت يې پر وړاندې هېڅ عمل نه کوي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې يوه اوونۍ وړاندې د عوامي ملي ګوند د پښتونخوا صوبايي مشر اېمل ولي خان ادعا وکړه، چې د تحريک انصاف ګوند ايالتي مشران او چارواکي تحريک طالبان پاکستان ته قلنګ ورکوي.
هغه مهال د عمران خان په مشرۍ نوموړي ګوند دغه ادعا رد کړې وه. په پښتونخوا کې ناامني داسې مهال ده، چې روانه اوونۍ تحريک طالبان پاکستان د سوات په مټه سيمه کې د پوليسو او د پوځ يوه افسر په شمول يو شمېر سرتېري په جګړه کې يرغمل نيولي وو او وروسته يې بيا يوې قومې جرګې ته وسپارل.