Home » افغانستان » عمران خان په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې
رویداد خبري آژانس

عمران خان په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

د پاکستان لومړي وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو سخته اندېښنه ښودلې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ټلیفوني خبري کړي دي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،په دغه ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د سولې پروسې په اړه د خبرو پر مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي سخته اندېښنه وښوده.

خبرپاڼه زیاتوي، د پاکستان لومړي وزیر ژمنه وکړه چې هېواد به یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي او اوربند د ټینګښت په خاطر، همکاري وکړي.

په عین حال کې د مرکزي اسیا د څېړنو انستیتوت په یوه تحلیل کې ویلي، پاکستان او افغانستان باید د سولې او ښو اړیکو جوړولو لپاره له رامنځ ته شوي فرصت استفاده وکړي.

د مرکزي اسیا د څېړنو انستیتوت په یوه تحلیل کې زیاته کړې ده په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ښې شوې دي او ښه به وي چې پاکستان له افغان سولې سره صادقانه همکاري وکړي.

په یاد تحلیل کې راغلي، پاکستاني او افغان چارواکو ته په کار ده چې د سولې د راوستو او همدا راز ددواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي.

په تحلیل کې راځي صادقانه او پر ګډو ګټو ولاړې اړیکې ددواړو هېوادونو په ګټه دي او پاکستان باید له افغان سولې سره پوره همکاري وکړي ځکه د افغانستان امنیت او ثبات ټولې سیمې ته پرمختګ او اقتصادي وده راوستلی شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...