Home » سیمه او نړی » عمران خان پر پلويانو له لاريونو د تېرېدنې او اسلام‌اباد ته پر اعتراضيه تګ د چمتووالي غږ کړی

عمران خان پر پلويانو له لاريونو د تېرېدنې او اسلام‌اباد ته پر اعتراضيه تګ د چمتووالي غږ کړی

وروسته له هغې چې د پاکستان ټاکنو کمېسيون د دې هېواد مخکينی لومړی وزیر او تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان نااهله اعلان کړ، ورسره سم د نوموړي زرګونه پلويان په خيبر پښتونخوا، پنجاب، بلوچستان او سند کې واټونو ته د لاريونونو په موخه را ووتل.

لاريون کوونکو د مخکيني لومړي وزير او د تحريک انصاف د ګوند مشر عمران په اړه د ټاکنو کمېسيون پرېکړه ناعادلانه بللې او ويلي يې دي، چې دغه کمېسيون دې له خپلې کړې پرېکړې بېرته په شا شي.

خو عمران بيا پرون جمعه د (تلې په ۲۹مه) له لاريونونو وروسته له خپلو پلويانو د زغم غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې يوازې دې يې غږ ته په تمه شي.

هغه په دې اړه يوه ويډيويي پيغام کې زياته کړې، نه غواړي چې په لاريونونو کولو سره يې پلويان له ستونزو سره مخ شي او ټينګار يې کړی، چې په نږدې راتلونکي کې به له خپلو پلويانو سره په ګډه اسلام‌باد ته د اعتراض په توګه له يوه لوی کاروان سره ځي.

که څه هم عمران د دې اعتراض نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو ويلي يې دي چې دا به په پاکستان کې تر ټول پراخ او لوی اعتراض وي.

عمران خان د شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان اوسنی اېتلافي حکومت پر دسيسې جوړولو او د نوموړي په چوپ کولو تورن کړی او دغه راز يې دا ادعا هم کړې، چې د ټاکنو کمېسيون مشر سکندر سلطان راجه ياده تازه پرېکړه د توپيري چلند له مخې کړې ده.

د تحريک انصاف ګوند نورو مهمو مشرانو هم د پاکستان د ټاکنو کمېسيون پر دې پرېکړه غبرګونونه ښودلی او په دې غبرګونو کې ټينګار شوی، چې د خيبر پښتونخوا، پنجاب او ګلګيت بلستان په ايالتي اسمبليو کې به، چې تحريک انصاف په کې اکثريت څوکۍ ګټلي، په دې اړه يو معقول ځواب وړاندې شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...