Home » افغانستان » عمران خان: پاکستان او ايران د افغانستان په ثبات کې مستقيمه ونډه لري

عمران خان: پاکستان او ايران د افغانستان په ثبات کې مستقيمه ونډه لري

د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي، ايران او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو په توګه د دغه هېواد په سوله او ثبات کې مستقيمه ونډه لري.

نوموړي پرون د (تلې په ۲۱مه) د ايران د پوځ له لوی درستز محمد باقري سره د لېدنې پرمهال ويلي، پاکستان په افغانستان کې د يوې داسې سولې غوښتونکی دی چې له مخې يې دغه هېواد په امنيتي او اقتصادي برخو کې پر ځان متقي شي.

عمران خان ويلي چې دې هدف ته د رسېدو لپاره د افغانستان شپږ ګاونډي هېوادونه او په ځانګړې توګه د ايران او پاکستان ګډې همکارۍ او لاس په کارېدو ته اړتيا ده.

نوموړي د تل په څېر يوار بيا له نړيوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د موجوده وضعيت ختمولو په موخه له طالبانو سره ګډ کار ته وړاندې شي. عمران خان د افغانستان اقتصاد سقوط په تړاو وروستيو راپورونو ته هم اشاره درلوده او ويلي يې دي، اړتيا ده چې امريکا له سقوط څخه د افغانستان اقتصاد ژغورولو په موخه د دغه هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

د پاکستان لومړي وزير عمران له دفتر څخه په دې اړه د خپره شوې خبرپانه کې د ايران د پوځ لوی درستز محمد باقري په حواله څه نه دي ويل شوي خو پاکستاني رسنيو خبر ورکړی چې د باقري او پاکستاني چارواکو ترمنځ پر امنيتي همکاريو خبرې او هوکړې شوې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...