د پاکستان د تحريک انضاف ګوند مشر او د دې هېواد مخکيني لومړي وزير عمران خان خبر ورکړی، چې يو وار بيا سر له سبا د پاکستان اوسني حکومت پر ضد اعتراض (لانګ مارچ) پيلوي.
نوموړي ويلي، چې دغه اعتراض به يې سبا د سېشنبې په ورځ پيل شي او زياتوي چې له راول پينډۍ څخه به پخپله اسلاماباد ته د اعتراضيه تګ يا لانګ مارچ مشري کوي.
عمران خان چې د ترور له هڅې وروسته په روغتون کې بستر و، تازه له روغتون رخصت شوی او کور ته يې لېږدول شوی دی. هغه پرون يکشنبه ناوخت له رسنيو سره په خبرو کې د حکومت له لوري پر ده د شوي وسلهوال بريد د څېړلو په موخه د کمېسيون ټاکلو پرېکړې هرکلی کړی خو ټينګار يې کړی، چې پر نوموړي شوي بريد کې درې داسې کسان شامل دي، چې دا مهال د پاکسان په دولت کې پر لوړو څوکيو ناست دي.
نوموړي زياته کړې چې لومړی وزير شهباز شريف، د کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله او د پوځ لوړپوړی جنرال فيصل نصير د ده د ترور په پلان کې شريک دي او بايد له دندو استعفا ورکړي.
خو شهباز شريف بيا عمران خان دروغجن بللی او ويلي يې دي، که په ياده قضيه کې عمران خان د نوموړي د ګډون په اړه ثبوتونه شريک کړي، نو د لومړي وزير له څوکۍ څه چې د ټول عمر لپاره به له سياست لاس په سر شي.