د پاکستان لومړي وزير عمران خان يو وار بيا په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت ته په پام سره، پر نړيوالې ټولنې د جدي همکارۍ کولو غږ کړی دی.
نوموړي نن چهارشنبه د (مرغومي په ۲۳مه) په خپل ټوېټر کې د ملګرو ملتونو له لوري افغانانو ته د بشري مرستو رسولو په موخه، د ۴.۴ مېليارده ډالرو وړانديز هرکلی کړی او ويلي يې دي، دا وړاندېز د پاکستان په نوښت د اسلامي همکاريو سازمان د تېرې غونډې په نتيجه کې شوی دی.
عمران خان يو وار بيا له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې ناسم بشري وضعيت ته په پام سره دې دغلته د بشري ناورين مخه ونيسي.
ملګرو ملتونو دوې ورځې وړاندې د روان ۲۰۲۲ زېږديز کال پرمهال، شاوخوا ۲۸ مېليونه اړمنو افغانانو ته د مرستې رسولو په موخه د ۴.۴ مېليارده ډالرو د بسپنې وړانديز کړی دی.