د پاکستان مخکينی لومړی وزير عمران خان وايي، اسلاماباد ته د حکومت خلاف د اعتراضيه حرکت پيلولو لپاره ټول چمتووالی نيول شوی او نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۳مه) به د اسلاماباد پر لور حرکت کوي.
نوموړي پرون سېشنبه ناوخته په پېښور کې خبريالانو ته ويلي، چې نن چهارشنبه به د اسلاماباد ډي چوک ته له خپلو پلويانو سره يو ځای ځان رسوي. ډي چوک د پاکستان پارلمان له مخې تېر شوی سړک دی، کوم چې عمران خان د نواز شريف د حکومت خلاف په کې د درېيو مياشتو لپاره پرلت وهلی و.
عمران خان پر خپلو پلويانو غږ کړی چې په ټول هېواد کې را ووځي او د شهباز شريف په مشرۍ د اوسني حکومت خلاف اسلاماباد ته حرکت وکړي. خان زياته کړې چې نوموړی به له پېښور څخه د لاريون مشري کوي او د اسلاماباد په سرينګر لويه لار کې به له خپلو پلويانو سره ګوري.
خو د پاکستان کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله ويلي، چې په هېڅ صورت به د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند لاريون ته اجازه ورنه کړي.
نن چهارشنبه د اسلاماباد په شمول د پاکستان په ګڼو ښارونو کې اضافي امنيتي سرتېري ځای پر ځای شوي او څو ځايه يې د عمران خان د لاريون مخنيوي لپاره لارې هم بندې کړي دي.