د پاکستان لومړی وزیرعمران خان وايي، د امريکا له لوري د افغانستان بانک نږدې ۱۰ مېليارد ډالر شتمنۍ کنګل کېدو د افغانستان پر اقتصادي وضعيت خورا ناوړه اغېزه کړې ده.
نوموړي د چين له CGTN ټلوېزيون سره په تازه مرکه کې ويلي، د يادې شتمنۍ کنګل کولو، پيسو ته د طالبانو لاسرسی محدود کړی او د لاسرسي دا محدوديت د دې سبب شوی چې طالبان په کافي او سمه توګه خلکو ته خدمتونه نه شي وړاندې کولی.
عمران خان په افغانستان کې د اسلامي امارت واک ته رسېدل او اوسنی امنيت د سولې لپاره ښه فرصت بللی او زياته کړې يې ده چې له دې فرصت وړاندې افغانانو د ۴۰ کلونو لپاره له جګړې پرته بل څه نه دي ليدلي.
نوموړي زياته کړې چې بېجينګ او اسلاماباد د افغانستان په اړه ګډ دريځ لري او د همدې دريځ پر بنسټ د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ د بېرته ازادولو غوښتونکي دي.
عمران خان دغه راز د مرکې په دوام کې ويلي، افغانستان په تېر کې پر بهرنيو مرستو تکيه و او د يادو مرستو له بندېدو سره په کې وضعيت خورا بحراني شوی دی.