Home » سیمه او نړی » عمران خان راتلونکې چهارشنبه اسلام‌اباد ته اعتراضيه حرکت پيلوي

عمران خان راتلونکې چهارشنبه اسلام‌اباد ته اعتراضيه حرکت پيلوي

د پاکستان مخکيني لومړي وزير عمران خان اعلان کړی چې د روانې می په ۲۵مه د چهارشنبې په ورځ به، د خپلو پلويانو له يوه لوی کاروان سره اسلام‌اباد ته اعترضيه حرکت پيل کړي.

نوموړي دغه اعلان پرون يک‌شنبه د (غبرګولي په لومړۍ) په پېښور کې د يوه خبري کنفرانس پرمهال کړی او زياته کړې يې ده، چې اسلام‌اباد ته له رسېدو سره به خپلو غوښتنو ته د رسېدو په موخه پرلت پيل کړي.

عمران خان زياته کړې، چې پرلت به يې تر هغې دوام وکړي، څو چې يې د پاکستان پارلمان مات کړی او حکومت د ټاکنو ژر ترسره کېدو نېټه نه وي اعلان کړي.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب د نوموړي غوښتنه رد کړې او ويلي يې دي، چې په اوسني ناسم وضعيت کې د ټاکنو ترسره کول ممکن نه دي.

اورنګزېب پر عمران خان تور پورې کړی چې د بې ګټې حرکتونو په کولو سره، په پاکستان کې د ګډوډۍ رامنځته کول غواړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...