Home » سیمه او نړی » عمران خان راتلونکې جمعه د حکومت پر ضد اسلام‌اباد ته اعتراضيه تګ پيلوي

عمران خان راتلونکې جمعه د حکومت پر ضد اسلام‌اباد ته اعتراضيه تګ پيلوي

د پاکستان مخکيني لومړي وزير او د دې هېواد د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان اعلان کړی، چې د راتلونکې جمعې په ورځ به د شهباز شريف په مشرۍ د اېتلافي حکومت پر ضد له لاهور څخه تر اسلام‌اباد پورې اعتراضيه تګ پيل کړي.

نوموړي دغه اعلان بېګاه شپه د (لړم په ۳مه) کړی او ويلي يې دي، چې دا اعتراضيه تګ به يې بې‌ساری او خورا پراخ وي.

اسلام‌اباد ته د اعتراضيه تګ په اړه د عمران خان له اعلان وړاندې د پاکستان حکومتي چارواکو ويلي و، چې نوموړی هڅه کوي څو په پاکستان کې ګډوډي رامنځته کړي؛ خو عمران خان بېګاه دې ادعاوو ته په ځواب کې ويلي، چې د هېڅ ډول ګډوډۍ د رامنځته کولو په هڅه کې نه دی.

د پاکستان کابيني غړي حسن اقبال بيا د نوموړي دې تازه اعلان په غبرګون کې ويلي، چې عمران خان له بهر څخه د پيسو ترلاسه کولو قضيې کې د برئت ترلاسه کولو په موخه لانګ مارچ يا هم اسلام‌اباد ته د اعتراضيه تګ پيلولو اعلان کړی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...