د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي، هېڅکله به په افغانستان کې د عملياتو ترسره کولو په موخه د امريکا نظامي هډو جوړولو ته په خپله خاوره کې اجازه ورنه کړي.
نوموړي دا څرګندونې تازه له اکسيوس ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې. عمران خان ټينګار کړی چې پاکستان نه دی حاضر څو امريکا ته په خپله خاوره د هډو جوړولو اجازه ورکړي.
نوموړي که څه هم په دې اړه ډېر جزيات نه دي ورکړي، خو د اکسيوس د پوښتنې په ځواب کې يې غوڅ ويلي چې پاکستان هېڅکله هم دې کار ته تيار نه دی.
امريکايي چارواکو وېره ښودلې چې له افغانستان څخه په بشپړه توګه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته، په افغانستان کې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو د پياوړتيا احتمال شته او له همدې کبله له نږدې د وضعيت څارنې په موخه يې له پاکستان د نظامي هډو غوښتنه کړې.
پر پاکستان د افغانستان سولې او جګړې په اړه تور دی چې دغه هېواد د وضعيت سمولو په موخه د سولې په برخه کې خورا بې تفاوته دی.