په داسې حال کې چې د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د دې هېواد مخکيني لومړي وزير عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند اعتراض او پرلت له پرون راهيسې دوام لري، په ترڅ کې يې عمران خان اعلان کړی چې حکومت د ټاکنو نېټې د اعلانولو په موخه ۶ ورځې مهلت په واک لري.
نوموړي نن پنجشنبه د (غبرګولي په ۵مه) ويلي، چې د شهباز شريف په مشرۍ اېتلافي حکومت دې په ۶ ورځو کې دننه د ټاکنو نېټه اعلان کړي، ګني د پاکستان ولس به له دې په زيات تعداد اسلاماباد ته دننه شي.
نوموړي يو وار بيا د شهباز شريف حکومت له بهر څخه پر پاکستان تحميل شوی بللی او ويلي يې دي، چې شريف د يوې دسيسې په ترڅ کې په ناقانونه توګه د ده په مشرۍ حکومت پرځولی.
عمران خان زياته کړې چې د واک تر لاسه کولو لار د ولس اراده ده او حکومت دې د ټاکنو نېټې په اعلانولو سره د ولس ارادې ته درناوی وکړي.
د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند پلويان پرون اسلاماباد ته د اعتراض په موخه رسېدلي او دغلته يې له امنيتي ځواکونو سره تاوتريخوالی هم شوی.
دامهال په اسلاماباد کې بېړنی حالت اعلان شوی او د پلازمېنې امنيتي مسووليت هم له پوليسو څخه پوځ ته لېږدول شوی دی.