د افغانستان حکومت خبر ورکړ چې د پاکستان صدراعظم د دې اوونۍ تر پایه به کابل ته راشي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد رسنیو ته ویلي چې د پاکستان هېواد صدراعظم عمران خان به په دې اونۍ کې کابل ته راځي.
ګران هېواد ویلي چې عمران خان په دې سفر کې د افغانستان له چارواکو سره به د سولې په اړه خبرې وکړي، نوموړی زیاتوي د اقتصادي، سیاسي، امنیتي او تجارتي همکاریو په پراختیا باندې به هم مفصل بحثونه وشي.
د افغانستان حکومت وايي ولسمشر غني د سیپټمر په ۲۵ له عمران خان سره خبرې کړې وې او هغه ته يي کابل ته د راتلو بلنه ورکړې وه.