د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ددغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی څو ددغه پېښې عاملین ونیسي.
پاکستاني رسنۍ بیا وایي چې د کورنیو چارو وزیر هم د یادې پېښې د عاملینو د نیولو ژمنه کړې ده.
سلسله علي خېل په پاکستان کې د افغان سفیر نجیب الله علي خېل لور ده، چې تېره ورځ تر تښتونې وروسته شکنجه شوې او بېرته خوشې کړل شوې ده.
بلخوا به پاکستان کې د طالبانو د واکمنی مخکېنی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: “په پنجاب کې دافغان سفير دلور تښتونه او تعذيبول دټولو افغانانو دعزت موضوع ده، هم بايد دهرافغان لخوا په کلکه وغندل شي اوهم يې پوښتنه وشي .”
دې مسئلې په افغانستان کې سخت غبرګونونه پارولې دي او ټولو سیاسي څېرو په پاکستان کې د افغانې نجلۍ پر وړاندې دغه کړنه غیر انساني بللې او د عاملینو د نیولو غوښتنه یې کړه.
ځینې نړیوالو سیاسي او د بشري حقونو په برخه کې فعالو څېرو دا پېښه له شرمه ډکه بللې ده او پاکستان یې د بشري حقونو په نقض تورن کړی دی.