Home » سیمه او نړی » عمران خان: د افغان کډوالو په ایستلو سره به پاکستان کې ترهګري کمه نه شي

عمران خان: د افغان کډوالو په ایستلو سره به پاکستان کې ترهګري کمه نه شي

د پاکستان پخواني لومړی وزیر عمران خان وايي، پر افغانستان د هوايي بریدونو او له پاکستان څخه د کډوالو په جبري ایستلو سره پاکستان کې ترهګري کمه نه، بلکې لا زیاته شوې ده.

عمران خان پرون (جمعه) په اډیالي زندان کې له خبریالانو او مدافع وکیلانو سره په خبرو کې ادعا کړې چې د افغان کډوالو جبري ایستل به په پاکستان کې ترهګري کمه نه کړي. دا عمل نه یوازې امنیت نه ښه کوي بلکې د دواړو هېوادونو تر منځ کرکه هم زیاتوي.

عمران خان له وکیلانو او خبریالانو سره خپلې خبرې په خپله پخوانۍ اېکس پاڼه یا ټویټر کې خپرې کړې او ویلي یې دي چې پاکستان دوه ځله پر افغانستان هوايي بریدونه کړي دي.

بل خوا د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پرون د کابینې په غونډه کې پر افغانستان د پاکستان د هوايي برید په غیر مستقیمه توګه دفاع کړې او ویلي یې دي چې ا.ا باید د ټي ټي پي پر وړاندې دریځ غوره کړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د اوربند د نوي وړاندیز له مخې حماس د ۳۴ برمته شويو کسانو خوشې کولو ته تیار دی

د حماس یو چارواکي (یکشنبې، ...