د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي، په افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان نننۍ غونډه خورا مهمه او په خبره يې دا غونډه له نوموړي هېواد سره د يووالي ښودلو په مانا ده.
عمران خان دا څرګندونې پرون د (لېندۍ په ۲۷مه) اسلاماباد ته د بهرنيو پلاويو له رسېدو سره سم په خپل ټوېټر کې کړې دي. نوموړي ويلي، په دې غونډه کې به په افغانستان کې پر بشري ستونزو او ورته د حل لارو پر پيدا کولو تمرکز وشي.
ټاکل شوې نن يکشنبه د (لېندۍ په ۲۸مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د افغانستان په تړاو د اسلامي همکاريو سازمان غونډه ترسره شي.
په دې غونډه کې د بحث تمرکز په افغانستان کې د وروستيو تحوولاتو له امله پر رامنځته شوي بشري وضعيت دی. د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي هم په دې غونډه کې د ګډون په موخه اسلاماباد ته رسېدلی دی.