د پاکستان مخکيني لومړي وزير عمران خان يو وار بيا د پاکستان پر اوسني اېتلافي حکومت کلکې نيوکې کړي او ويلي يې، چې ملک يې له اقتصادي پلوه د تباهۍ خواته روان کړی دی.
نوموړي پرون په لاهور کې د وکيلانو يوې غونډې ته ويلي، چې په پاکستان کې ورځ تر بلې اقتصادي وضعيت په خرابېدو دی او بيې په تدريجي توګه د لوړېدو په حال کې دي.
عمران خان د پيسو نړيوال وجهي صندوق او نړيوال بانک له لوري د پاکستان اقتصاد په اړه وروستيو ارزونو ته په پام سره زياته کړې، چې موجوده اقتصادي وضعيت ته په کتو ښايي پاکستان هم له اقتصادي پلوه د سريلانکا په برخليک اخته شي.
هغه پر خپلو پلويانو غږ کړی چې سر له راتلونکې شنبې په ټول پاکستان کې را ووځي او اسلاماباد ته د اعتراض په توګه لاړ شي. عمران پر پلويانو له دې غږ سره د حکومت مخالف اتحاد اعلان هم کړی دی.
خو د پاکستان ماليې وزير مفتاح اسماعېل د عمران خان خبرې رد کړي او ويلي يې دي، چې اوسني حکومت ته اقتصادي ستونزې د عمران خان له وخت څخه په ميراث ور پاتې دي.
نوموړي ويلي، چې پاکستان دا مهال د ديوالي کېدو له خطر بچ شوی او اقتصاد به يې هم کرار کرار ښه شي.
خو د پاکستان کورنيو چارو وزير رنا ثناءالله بيا د عمران دې څرګندونو ته په غبرګون کې نوموړي لوده او لېونی بللی دی. رنا ثناءالله ويلي، عمران خان او پلويان يې د اعتراض حق لري، خو په خبره يې که د اسلاماباد ډي چوک ته ورلنډ شول، قانوني چلند به ورسره وکړي.