Home » افغانستان » عمران خان: تر هغو چې اشرف غني لېرې نه شي، طالبان د سولې خبرو ته نه چمتو کېږي
رویداد خبري آژانس

عمران خان: تر هغو چې اشرف غني لېرې نه شي، طالبان د سولې خبرو ته نه چمتو کېږي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، تر هغو چې اشرف غني له جمهوري ریاسته لېرې نه شي، وسله وال طالبان بین الافغاني خبرو ته نه چمتو کېږي.

عمران خان پرون د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۰مه نېټه ) په اسلام اباد کې وویل، په اوسني وخت کې د افغانستان سیاسي حل سخته ښکاري.

نوموړي زیاته کړه چې درې څلور میاشتې مخکې چې د طالبانو د مشرانو پلاوی پاکستان ته ورغلی و، دوی هڅه وکړه چې د سولې خبرو ته یې وهڅوي.

خو د عمران خان په باور د طالبانو خبره همدا وه چې تر هغو د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې نه کوي چې اشرف غني له واکه نه وي لېرې شوی.

ولسمشر غني مخکې ویلي و چې دی چمتو دی چې وار له مخه انتخابات ترسره شي او واک پریږدي خو له دې پرته استعفی نه کوي.

له نژدې یولس میاشتو راهیسې په قطر کې د سولې خبرې روانې چې تراوسه یې نتیجه نه ده ورکړې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...