د پاکستان مخکيني لومړي وزير او د دې هېواد د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان يو وار بيا اسلاماباد ته د پاکستان اېتلافي حکومت ضد اعتراضيه تګ (لانګ مارچ) پيل کړی دی.
نوموړي نن پنجشنبه د (لړم په ۱۹مه) په يوه وېډيويي پيغام کې ويلي، چې دغه اعترض به د پنجاب ايالت له وزير اباد سيمې، چرته چې کابو يوه اوونۍ وړاندې په کې پر نوموړي وسلهوال بريد شوی و پيلوي.
عمران خان پر خپلو پلويانو غږ کړی چې وزير اباد ته ځانونه ورسوي او د ازادۍ تر عنوان لاندې د تحريک انصاف له اعتراض سره ملګري شي.
خو د پاکستان اېتلافي حکومت د عمران خان دغه اعتراض د «فتنې لانګ مارچ» بللی او ويلي يې دي چې د مهارولو لپاره يې لازم چمتووالی نيول شوی.
له دې دوې ورځې وړاندې د پاکستان کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله ويلي، چې د يادو لاريون د کابو کولو لپاره بشپړ چمتووالی نيول شوی او زياته کړې يې ده، چې د تګ راتګ په موخه د لارو پرانيستې ساتل د پنجاب او پښتونخوا ايالتي حکومتونو مسووليت دی.