پاکستاني رسنۍ «اکسپرس تربیون» خبر ورکړی چې د پاکستان پخوانی صدراعظم، عمران خان او مېرمن یې د پاکستان د سترې محکمې له خوا په مالي فساد کې د لاس لرو په تور په ۱۴ کاله بند محکوم شوي دي.
د اکسپرس تربیون د راپورونو له مخې، نوموړي به د خپل حاکمیت پر مهال، دولتي ډالۍ له ځان سره ساتلې او بیا به یې پلورلې.
ویل کېږي چې یاد حکم یو ورځ وروسته له دې صادر شو چې په اسلام اباد کې بلې محکمې عمران خان او شاه محمود قریشي د پټو حکومتي اسنادو د افشا کولو له امله په لس کاله بند محکوم کړي دي.