Home » اقتصادی » عمران خان؛ چين ته د خپل سفر پرمهال له دې هېواد ۳ مېليارده ډالر پور غواړي

عمران خان؛ چين ته د خپل سفر پرمهال له دې هېواد ۳ مېليارده ډالر پور غواړي

د پاکستان يوې حکومتي سرچينې د دغه هېواد ايکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې ته ويلي، ټاکل شوې لومړی وزیر عمران خان بيجينګ ته د خپل سفر پرمهال له چين څخه د ۳ مېليارد ډالري پور غوښتنه هم وکړي.

سرچينو ويلي چې پاکستان دامهال د مالي ذخيرې له کمي سره مخ دی او د دې ذخيرې د پوره کولو په موخه د چين نور اضافي پور ته اړتيا ده.

سرچينې دا هم ويلي، چې د عمران خان له لوري له چين څخه د ۳ مېليارده ډالرو د پور غوښتلو وړانديز پر ترتيب کولو کار روان دی او د پور ترڅنګ به نوموړی له چين دا هم وغواړي چې د پاکستان په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه وکړي.

دامهال پاکستان ۱۱ مېلياده ډالر د چين له لوري پوروړی دی او په تېر مالي کال کې يې چين ته ۲۴ مېليارده کلدارې د هغه ۴.۵ مېليارده ډالرو پور سود ورکړی، چې د سوداګريزو اسانتياوو په موخه ورکړل شوی.

له دې لږ وړاندې پاکستان له سعودي عربستان هم ۳ مېليارد ډالر پور ترلاسه کړی دی. ټاکل شوې چې عمران خان د چين ژمني المپيک سياليو د پرانيستې په مراسمو کې د ګډون په موخه، د فيبروري په ۳يمه بيجينګ ته روان شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...