د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د عمان په پلازمېنه مسقط کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د عاشورا پر مراسمو د برید له امله د دغه هېواد څلور اتباع وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دا برید د سې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۶مه د مسقط په ختیځ «وادي الکبیر» سیمه کې د امام علي پر جومات شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا یو ترهګریز برید بللی او ویلي یې دي چې له عماني چارواکو سره په اړیکه کې دي.
په عمان کې د پاکستان سفیر فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د جنوبي اسیا زیاتره کډوال دغه جومات ته ورځي او په وینا یې چې په عمان کې ۴۰۰ زره پاکستاني کډوال ژوند کوي.
د فرانسې خبري اژانس په عمان کې د هند د سفارت په حواله ویلي چې په وژل شویو او ټپیانو کې دوه هندي اتباع شامل دی.
د راپورونو له مخې، د عمان پولیسو د شپږو کسانو د وژل کېدو او ۲۸ کسانو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.
رویټرز خبري اژانس لیکلي چې داعش ترهګرې ډلې په عمان کې د عاشورا په مراسمو د برید مسوولیت منلی دی.