د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان د پارلمان غړي علي وزیر ته چې دا مهال د پاکستان حکومت له لوري په زندان کې شيپې او ورځې تېروي، اجازه ورکړل شوه چې د دغه هېواد د ملي بوديجې په اړه د پارلمان په ځانګړې غونډه کې ګډون وکړي.
نوموړي ته دا اجازه وروسته له هغې ورکول کېږي چې د پارلمان ډېرو غړيو د بودیجې په اړه د پرېکړې کولو په غونډه کې، د علي وزيري او د پاکستان مسليم ليګن ګوند يوه بل غړي سېد خورشېد احمدشاه د ګډون غوښتنه وکړه.
په ياده غونډه کې چې ټاکل شې سبا د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ په ۷مه) به ترسره شي، د پارلمان دې دواړو غړيو د ګډون حکم پرون شنبه ناوخته د (چنګاښ په ۵مه) د پاکستان د پارلمان رئيس اسد قيصر صادر کړ.
په همدې ورځ پر ضمانت د علي وزير د خوشې کېدو وړاندېز هم د پاکستان سترې محکمې له لوري واورېدل شو خو د خلاصون او يا نه خلاصون پرېکړه يې بلې نيټې ته پرېښوده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان د پارلمان غړی علي وزیر د تېر ۲۰۲۰ زېږديز کال د ډيسمبر په ۱۶مه په پېښور کې د پاکستاني پوليسو له لوري ونيول شو.