Home » افغانستان » علم ګل حقاني: کابل کې مو د پاسپورټ ښځينه کار کوونکو شمېر زيات کړی

علم ګل حقاني: کابل کې مو د پاسپورټ ښځينه کار کوونکو شمېر زيات کړی

د پاسپورټ عمومي رئيس علم ګل حقاني وايي، په کابل کې لا هم د پاسپورټ متقاضيانو شمېر زيات دی او په خبره يې يادو متقاضيانو ته د پر وخت رسېدنې لپاره، د ښځينه کارکوونکو شمېر زيات کړی دی.

نوموړي له رويداد خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، په وروستۍ موده کې يې ۱۴تنه ښځينه کارکوونکې نوې استخدام کړې دي او په خبره يې د يادو ښځينه کارکوونکو له استخدام سره يې چارې نور هم چټکې شوي دي.

حقاني زياتوي، هڅه کوي چې د پاسپورټ اخيستنې پروسه نور هم اسانه کړي څو د نوموړي په خبره خلک وکولی شي په اسانۍ سره د پاسپورټ اخيستنې ټول قانوني پړاوونه طی کړي.

د نوموړي په خبره دا مهال په ورځ کې د پاسپورټ شاوخوا ۸سوو متقاضيانو ته رسېدنه کېږي او هڅه کوي چې د پاسپورټ زيات شمېر متقاضيانو ته د رسېدنې په موخه خپل ظرفيت نور هم زيات کړي.

اومهال د کابل په شمول په ټولو ولايتونو کې په ورځنۍ توګه زرګونه کسان د پاسپور اخيستنې په موخه اړوند ادارو ته مراجعه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...