Home » افغانستان » علماوو پرېکړه‌ليک: د نظام پر ضد وسله‌وال مخالفت بغاوت دی او مخه دې يې ونيول شي

علماوو پرېکړه‌ليک: د نظام پر ضد وسله‌وال مخالفت بغاوت دی او مخه دې يې ونيول شي

په کابل کې د ديني عالمانو درې ورځنۍ غونډه نن شنبه د (چنګاښ په ۱۱مه) د يوه ۱۱ ماده‌ييز پرېکړه‌ليک په صادرولو سره پای ته ورسېده.

په دې پرېکړه‌ليک کې راغلي، چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې د فسا او غصب په ختمولو سره مستحکم حکومت رامنځته کړی او له همدې کبله د دې حکومت پر وړاندې وسله‌وال مخالف بغاوت او پر ځمکه فساد دی.

په پرېکړه‌ليک کې د دې مادې پر دوام زياته شوې، چې حکومت دې په راتلونکې کې د ورته هر ډول مخالفت مخنيوی وکړي. له دې سره ديني عالمانو په دې پرېکړه‌ليک کې له حکومت غوښتي، چې د ديني او عصري زده‌کړو ترڅنګ دې د ميرمنو، ماشومانو او لږکيو حقونو او دغه راز اقتصادي پياوړتيا ته توجه وکړي.

په پرېکړه‌ليک کې د داعش موضو ته هم اشاره شوې او ويل شوي چې له يادې ډلې سره هر راز مرسته ناروا ده.

ديني عالمانو څرګنده د حکومت له هغه دريځ ملاتړ کړی، چې د متقابل احترام او  تعامل اصل ته په پام سره به افغانستان خاوره د ګاونډيو هېوادونو پر وړاندې نه کارېږي. دوی له ګاونډيانو غوښتي چې د افغانستان په داخلي چارو کې دې له مداخلې ډډه وکړي.

دوی بهر ته له تللو افغانان هېواد د بېرته راتګ غوښتنه وکړه او ويلي يې دي چې ياد افغانان دې اوسنی وضعيت د بېرته راتګ په موخه فرصت وبولي. په پرېکړه‌ليک کې له نړيوالو او اسلامي هېوادونو غوښتل شوي چې اسلامي امارت د يوه مشروع نظام په توګه په رسميت وپېژني او تعامل ورسره وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...