عرب نیوز وایي له افغانستان د امریکایي ځواکونو ایستل د امریکايي چارواکو تر ټولو ستره تېروتنه وه.
دغه نشریه ادعا کوي چې نړیوالې ترهګرې ډلې په افغانستان کې له رامنځ ته شوی فرصت په استفادې په چټکۍ د پیاوړتیا په حال کې دي او په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو افرادو د انسجام لپاره هڅه کوي.
عرب نیوز لیکي له یوې خوا د ترهګرو ډلو فعالیتونه او له بلې خوا د امریکا د مخالفو هېوادونو موجودیت به ددې سبب شي چې امریکا ته یو ځل بیا ستر ګواښونه جوړ شي.
عرب نیوز همدا راز لیکي چې د امریکا وتلو افغانستان له یوې بلې جګړې سره مخ کړی دی چې مسوولیت یې پر امریکا دی.
سرچینه کاږي همدا اوس طالبان سختې جګړې کوي، چې القاعده شبکه یې تر څنګ ده او هڅه کوي د افغانستان د رسمي حکومت د نفوذ کړۍ تنګه کړي.
عرب نیوز له افغانستان د سرتېرو ایستل تېروتنه بولي او په وینا یې که وضعیت همداسې دوام کوي نو د هیلو څرک نشته.