Home » سیمه او نړی » عربي متحده امارات بهرني سیلانیاتو ته ویزه ورکوي
رویداد خبري آژانس

عربي متحده امارات بهرني سیلانیاتو ته ویزه ورکوي

د عربي متحده اماراتو دولتي رسنۍ ویلي چې د پنجشنبې د ورځې سپتمبر ۲۴ (تلې ۳) څخه به بهرنیانو ته ددې هیواد ټولو اوو اماراتو ته د تګ لپاره ویزې ورکول پیل کړي.

عربي متحده اماراتو د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر د شپږو میاشتو قرنطین وروسته دغه پریکړه کړې ده.

دوبۍ چې د اماراتو د توریزم او سوداګرۍ مرکز او د عربي متحده اماراتو د اوو امارتونو یو امارت دی دمخه یې د جولای په میاشت کې پر ویزې باندې محدودیتونه لرې کړي و.

د اماراتو د هویت او تابعیت فدرالي ادارې په یوه اعلامیه کې چې دولتي رسنیو خپره کړې ویلي چې دغه پرېکړه د کوویډ۱۹ محدودیتونو د کمولو او د اقتصادي بیارغونې د پلانونو په اساس شوې ده.

د خلیج ټولو شپږو دولتونو د شپې په ګرځیدو باندې داخلي بندیزونه او قرنطینونه لرې کړي، خو د تیلو په دغه بډایه سیمې کې پر غونډو او سفر کولو لا هم محدودیتونه شته. په عربي متحده اماراتو کې څه دپاسه اته سوه زره کسان په کرونا اخته شوي او پدې وجه ۶۸۰۰ تنه مړه شوي دي.

د اماراتو ګاونډي هیواد عمان د پنجشنبې په ورځ ویلي چې نړیوالو پروازونو ته به د اکتوبر له لومړۍ نیټې نه اجازه ورکړي، خو له کروناویروس څخه د هوایي چلند د کارکوونکو او هیواد د ژغورنې په خاطر به جدي روغتیایي مقررات په خپل ځاې پاتې وي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...