د عربي امارتو چارواکو ويللي، د دې هېواد په ختيځ کې د سختو نا موسمي بارانونو له امله سيلابونه را وتلي، چې د مالي زيانونو ترڅنګ يې ځاني زيانونه هم اړولي دي.
د دې هېواد د کورنيو چارو وزارت د مرکزي عملياتو مشر علي ال تونېجي ويلي، چې د يادو سيلابونو د راوتو له امله په ختيځ کې د ميشتو کډوالو ۶تنه هغه مړه شوي دي.
د نوموړي له لوري د يادو شمېرو له خپرېدو لږ وروسته، همدې وزارت د مړو شوو کسانو شمېر ۷ تنه ياد کړ. علي زياته کړې، چې سيمې ته مرستندويه ټيمونه رسېدلي او له سيلاب ځپلو کسانو سره يې مرستې پيل کړي دي.
د عربي اماراتو چارواکو د دې هېواد په ختيځ کې د بارانونو اورښت او له امله يې د سيلابونو راوتل، له اقليمي بدلونونو سره تړلې مسئله بللې ده.