Home » سیمه او نړی » عربستان: له اسراییلو سره د دیپلوماتیکو اړیکو شرط، د یو واحد فلسطین منل دي

عربستان: له اسراییلو سره د دیپلوماتیکو اړیکو شرط، د یو واحد فلسطین منل دي

سعودي عربستان ویلي چې د یو واحد فلسطین منل او هلته د یو خپلواک دولت له جوړېدو پرته به له اسراییلو سره هېڅ ديپلوماتیکې اړیکې ونه لري.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت سه شنبې د سلواغې۱۷مه په یوه بیانیه کې ټینګار کړی چې د ۱۹۶۷ کال د مشخصو سرحدونو له مخې په فلسطین کې د یو خپلواک حکومت او پر غزې د اسراییلو د تېري منلو پرته به له اسراییلو سره هېڅ ډول دیپلوماتیکې اړیکې ونه لري.

د عربستان د بهرنیو چارو په بیانیه کې دا هم راغلي چې پر غزه باندې د اسراییلو د تېري مخه باید ژر تر ژره ونیول شي او ټول اسراییل دې له غزې ووځي.

د ویلو وړ ده چې د اسراییلو او عربستان د اړیکو لرلو په اړه بحثونه د ۲۰۲۰ څخه پیل شول او هغه مهال ریاض له اسراییلو سره د اړیکو لرلو لپاره متحده عربي اماراتو او بحرین ته شین چراغ ښودلی و.

په ورته وخت کې رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي چې سعودي عربستان د اسراییلو او حماس ترمنځ وروستیو جګړو ته په کتو له تل اویو سره د هغو اړیکو له عادي‌ کېدو تېر شوي چې واشنګټن یې د جوړولو هڅه کوي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انټوني بلینکن په یوه سیمه‌ییز سفر ریاض ته تللی او هلته یې د سعودي عربستان له ولیعهد، محمد بن سلمان سره د غزې د جګړې او هلته د اوربند په اړه خبرې کړې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...