Home » سیمه او نړی » عربستان باندې د امریکا لخوا د وسلو خرڅولو بندیز لغوه شو

عربستان باندې د امریکا لخوا د وسلو خرڅولو بندیز لغوه شو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون (جمعه، د زمري ۱۹مه) اعلان کړی چې د جو بایډن حکومت پر عربستان باندې د امریکا لخوا د وسلو خرڅولو بندیز د لغوه کېدو پرېکړه کړې ده.

دا بندیز چې دوه کاله وړاندې د یمن د جګړې د پایته رسولو په موخه په یاد هېواد د فشار لپاره اېښودل شوی و، اوسمهال لغوه اعلان شوی دی.

د رویټر د راپور له مخې، دا پرېکړه له هغې وروسته وشوه چې سعودي په یمن باندې هوایي بریدونه بند کړل.

همداراز، دا بدلون د امریکا او عربستان د اړیکو د ښه والي او نږدې همکاریو په دوام د اسراییلو او حماس د جګړې سره هممهاله ترسره شوی دی.

د ویلو ده چې د امریکا د قانون پر بنسټ، د وسلو د لویو تړونونو له نهایي کېدو مخکې باید د کنګرې لخوا وڅېړل شي او هیله دا ده چې د دې وسلو خرڅلاو ژر پیل شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...